04 جون 2009

د جمهور رئیس وینا د یوه نوی پیل په باب

Pashto

 

آغاز متن

سپینه ماڼۍ

 

 

دمطبوعاتی  سکرتر دفتر

(قاهره، مصر)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فوری نشر لپاره ۴ د کال ٢٠٠٩ د جون ۴

 

 

 د جمهور رئیس وینا د یوه نوی پیل په باب

 

د قاهری پوهنتون

قاهره ، مصر

د ماسپښین ١:١٠ (محلی وخت)

 

جمهور رئیس اوباما:  ډیره مننه. ماسپښین مو خوشحاله.

 

زه ویاړم چه د قاهری په بی انتها ښار کی یم، او  دوه عالی مؤسسات می کوربانه دی.  د څه باندی زرو کلونو راهیسی، الازهر د اسلامی زده کړی د یوه روښانه لارښود په توگه اوچت ولاړ دی، او د قاهری پوهنتون، څه باندی یوه پیړی، د مصر د پرمختگ لویه منبع ده. او تاسی په گډه  د عنعنی او پرمختگ ترمینځ د هم آهنگی استازیتوب کوی.  زه ستاسو او د مصر د خلکو د میلمه پالنی ممنون یم.  زه همدارنگه ویاړم چه د امریکا د خلکو ښه نیت او زما په هیواد کی د مسلمانانو د ټولنو د سولی نه ډک سلامونه تاسی ته راوړم:  "اسلام و علیکم." (چک چکی.)

 

مونږ پداسی وخت کی سره گورو چه د متحده ایالاتو او په نړی کی د مسلمانانو تر مینځ تاو تریخوالی روان دی – دا تاوتریخوالی په تاریخی قوتونو کی ریښی لری چه د اوسنی پالیسی دمباحثی نه ډیر وړاندی ځی.  د اسلام او د لویدیز تر مینځ اړیکو کی د پیړیو پیړیو گډ ژوند، اوهمکاری شامله ده خو ستونزی او مذهبی جگړی هم پکی شته.  پدی تازه وختونو کی، د تاو تریخوالی اورته د استعماری قوتونو له خوا داسی لمن وهل شویده چه ډیرومسلمانانو ته ئی د حقوقو او فرصتونود ورکولو نه ډډه کړی ده، اود سړی جگړی په دوران کی هغه هیوادونه چه مسلمانان پکی په اکثریت کی دی معمولاً د گوډاگیو په توگه استعمال شوی دی بی له دینه چه د هغو خپلو غوښتنو اوارمانونو ته پام وشی.  پدی برسیره، د بدلون هغه ستره څپه چه د نن ورځی عصریت اود نړی د مزو لنډیدو راوړی دی ډیر مسلمانان دیته رابللی دی چه داسی وگڼی چه گویا لویدیز د اسلام د عنعنو سره دښمنی لری.

 

 داسلامی نړی ډیری وړی مگر قوی اقلیت ډلی تندو افراطیانو ددی تاو تریخوالی نه ناوړه او د ځان په گټه کار اخیستی دی.  د کال ٢٠٠١ د سپتمبر د ١١می حملی او ددی افراطیانو دوامداره هلی ځلی چه د ملکی خلکو په خلاف د زور زیاتی  او تشدد نه کار اخلی، ځینی خلک زما په هیواد کی دیته راوستی دی چه اسلام نه یوازی امریکا او لویدیزو هیوادونو ته د بدیهی دښمن په توگه وگڼی، بلکه د بشری حقوقو دښمن ئی هم وبولی.  دی خبری لا ډیره ویره او بی اعتمادی پیدا کړی ده.

 

تو هغو چه زمونږ اړیکی زمونږ د اختلافاتو له مخی تعریف کیږی، مونږ به هغو خلکو ته قوت ورکوووچه د سولی په ځای د کرکی تخم کری، او د همکاری په ځای به چه زمونږ خلکو ته د عدالت او هوساینی په راوستو کی مرسته کولی شی، د شخړو او جگړو اور ته لمن وهی.  دا د بد گمانی او نفاق داسی کړی ده چه باید ختمه ئی کړو.

 

زه دلته راغلی یم قاهری ته چه د متحده ایالاتو او د اسلامی نړی تر مینځ د داسی نوی دوران د پیل کیدو لټه وکړم چه د گډو گټو او متقابل درناوی په بنیاد ولاړ وی – نوی پیل چه پدی حقیقت ولاړ وی چه امریکا او اسلام انتصاری ندی او په رقابت کی هم باید نه وی.  په حقیقت کی دوی ورته قوتونو دی او گډ اصول لری – د عدالت او پرمختگ اصول؛ د زغم او د بشری کرامت اصول.

 

زه پدی پوهیږم چه  دابدلون په یوه شپه کی نشی راتلای. زه خبر یم چه ددی وینا پهباره کی ډیر تبلیغ شویدی، خو هیڅ  یوه واحده  وینا  د کلونو بی اعتمادی له مینځه نه  شی وړلی، او یوازی زه نه شم کولی چه دی پیچلو سوالونه ته چه مونږ ئی دی ځای ته راوستی یو ځواب ورکړم.  خو زه پدی یقین لرم چه ددی دپاره چه په مخه لاړ شو، مونږ باید هغه څه چه په زړونو کی مو دی برالا یو بل ته  بیان کړو، او دا کار پخوا معمولا د تړلو دروازو تر شا شویدی. دا باید یوه دوامداره هڅه وی چه د یو بل خبرو ته بایدغوږ ونیسو، د یو بل نه څه زده کړو؛ د یو بل درناوی وکړو؛ او د گډ حل لاری چاری ولټوو.  لکه پاک قرأن چه مونږ ته وائی، "خدای تل حاضر وگُڼه او تل ریښتیا ووایه." (چک چکی.)  دا هغه څه دی چه زه به ئی نن وکړم – ترخپله وسه به ریښتیا وایم، زه ددی ستر کار په وړاندی ځان عاجز بولم خو زه پدی عقیدی یم چه هغه شریکی گټی چه مونږ ئی د انسانانو په توگه لرو، د هغو قوتونو نه ډیری غښتلی دی چه مونږ سره بیل او بی اتفاقه ساتی.

 

ددی هوډ یوه برخه زما د خپل ژوند په تجربی کی پرته ده.  زه یوعیسوی یم.  زما پلار د یوی کینیائی کورنی نه راغلی  وو چه په نسلونو مسلمانان پکی تیر شویدی.  کله چه وړوکی هلک وم، ما څو کاله په اندونیزیا کی تیر کړل او د آذان غږ می سهار اوماښام اوریده.  کله چه زه ځلمی وم د شیکاگو په ټولنو کی کار کاوه چه ډیر خلکو پکی د خپل اسلامی عقیدی نه کرامت او سوله میندلی ده.

 

د تاریخ د یوه زده کونکو په څیر، زه اسلام ته د تمدن د ستر پور په مسلی هم خبر شوم.  دا اسلام وو – د الازهر د پوهنتون په څیر ځایونه وو --  چه د پوهی رڼا ئی په پیړیو لیږدوله او د اروپا د ادبی او فرهنگی نوښت دوران او روښانه فکرونه  ته ئی لاره صافوله.  دا د مسلمانو ټولنو نوښت او بدعت وو چه – (چک چکی) --  دا د اسلامی ټولنو بدعت او نوښت وو چه د الجبر قواعدوته ئی انکشاف ورکړ؛ مقناطیسی قطب نما اود بیړی چلولوکمالات راپه برخه کړل؛ د قلم او چاپ استاذی رازده کړه؛ زمونږ دا پوهه ئی رازیاته کړه چه مرضونه څنگه خپریږی او څنگه رغیدای شی.  اسلامی ثقافت مونږ ته بیشانه ډیر شانداره گنبدی او لوړی مناری راکړی؛ ابدی شعرونه او خوندوره موسیقی؛ ښکلی او شانداره خطاطی او د سولی او د ژور  تفکر ځایونه ئی راپه برخه کړیدی. د تاریخ په اوږدو کی، اسلام د الفاظو او اعمالو له لاری د مذهبی زغم او د نژادی مساوات امکانات ښودلی دی. (چک چکی.)    

 

 

زه، پدی هم پوهیږم چه اسلام تل د امریکا د داستان یوه برخه وه.  لومړنی هیواد چه د زما هیواد ئی په رسمیت وپیژانده، مراکش یا المغرب وو. په ١٧٩٦میلادی کال  کی د طرابلس د معاهدی د لاسلیک کیدو په وخت زمونږ دویم جمهور رئیس جان آدامز ولیکل، "متحده ایالات په خپل ذات کی د مسلمانانو د قوانینو، مذهب یا آرامی سره هیڅ رنگه دښمنی نلری."

 

 

زمونږ د بنیاد نه، امریکائی مسلمانانو متحده ایالات غنی کړیدی.  هغوی زمونږ په جگړو کی جنگیدلی دی، په حکومت کی ئی کار کړی، د بشری حقوقو په خوا دریدلی دی، تجارتونه ئی پیل کړیدی، زموږ په پوهنتونوو کی ئی سبق ورکړی دی، زموږ د سپورټ په ډگر کی ئی رجحان ښودلی، د نوبل جایزی ئی گټلی دی، زمونږ تر ټولو دنگی ودانی ئی جوړی کړیدی، او د المپیک مشعل ئی روښانه کړیدی. او کله چه لومړنی امریکائی مسلمان پدی تازه وختنو کی کانگرس ته انتخاب شو،  په هغه قرأن ئی زمونږ د اساسی قانون نه د دفاع کولو لوړه وکړه چه زمونږ یوه بنسټ ایښودونکی پلار – تاماس جفرسن – په خپل شخصی کتابتون کی ساتلی وو.  (چک چکی.) 

 

نو مخکی لدینه چه هغه ځای ته لاړ شم چه اسلام پکی مینځ ته راغلی، ما اسلام په دریو وچو کی پیژندلی وو.  دغه تجربه زما عقیده پخوی او لارښوونه راته کوی چه د امریکا او د اسلام تر مینځ ملگریتا باید د هغه څه په بنیاد ولاړه و چه په اسلام کی شته، نه د هغه څه په بنیاد چه پکی نشته.  او دا خپل مسؤلیت بولم چه د امریکا د جمهور رئیس په توگه باید د هر هغه منفی نظر په مقابل کی چه د اسلام په ضد ښودل کیږی هر چیرته چه وی وجنگیږم. (چک چکی.)

 

 

خو همدا اصل باید د امریکا په هکله د مسلمانانود نظر باب هم تطبیق شی. (چک چکی)  همداسی چه مسلمانان د داسی خلکو د افکارو په قالب کی نه راځی چه داسلام په باره کی غلط تفکر لری، همداسی هم امریکائیان د داسی خلکو د تفکر په قالب کی نراځی چه امریکائیان داسی امپراطوری بولی چه فقط د ځان په خیال کی ده.  متحده ایالت د هغه پرمختگ یوه لویه منبع ده چه نړی کی لیدل کیږی. مونږ د یوی امپراطوری په ضد د انقلاب نه راپیدا شویدی.  موږ پدی عالی تفکر مینځ ته راغلی یو چه ټول بنیادمان مساوی پیدا شویدی، او مونږ وینه توی کړیده او په پیړیو مو مبارزه کړیده جه ددی الفاظو معنی وساتو – هم په خپلو سرحداتو کی دننه او هم د نړی په هر گوټ کی.  په مونږ کی د هر ثقافت خلک شته د نړی د هری برخی نه، چه فقط یوه ساده  نظر ته وفاداره دی او هغه: ای پولیبروس اونوم دی: یعنی "د ډیرو نه یو."

 

  پدی باره کی ډیر څه ویل شویدی چه یو افریقائی الاصله امریکائی چه باراک حسین اوباما نومیږی کولی شی چه جمهور رئیس انتخاب شی. (چک چکی.)  خو زما شخصی داستان چندانی منحصر ندی. په امریکا کی د ښو فرصتونو په باب د ټولو خلکو ارمان ختلی ندی، خو ټولو هغو خلکو  ته چه زموږ ساحلونو ته راځی دا امکان شته چه یوه ورځ به ئی ارمان پوره شی – او په هغو کی قریب اوه میلیونه امریکائی مسلمانان دی چه د اتیا قومی ډلو نه راغلی او نن ورځ په امریکا کی دی، او داسی عواید او روزنه لری چه د امریکائیانو د اوسط حد نه اوچت دی. (چک چکی)

 

پدی برسیره، په امریکا کی د مذهب د آزادی په مسله کی د رایو هیڅ بی اتفاقی نشته.  همدا وجه ده چه زمونږ د اتحاد په هر ایالات کی یو جومات ولاړ دی او څه باندی ١٢٠٠ جوماتونه زمونږ په خاوره کی شته دی.  همدا وجه ده چه د امریکا حکومت محکمی ته تللی دی تر څو د ښځو او جینکیو د حجاب اغوستلو حق وساتی او هغه خلکو ته چه دا نه منی سزا ورکړی.  (چک چکی)

 

نو پدی کی دی هیڅ شک نه وی چه: اسلام د امریکا یوه برخه ده. او زه پدی عقیده یم چه امریکا کی دا حقیقت شته، بی له نژادی، مذهبی یا د ژوند د سطحی د توپیر نه چه مونږ ټول گډ او شریک ارمانونه لرو – چه په سوله او امنیت کی ژوند وکړو؛ چه تعلیم او په درنښت او کرامت کی کار وکړو؛ چه خپلی کورنی، ټولنی او خپل خدای سره مینه ولرو.  داهغه شیان دی چه مونږ پکی ټول شریک یو.  دا د ټول بشریت ارمان دی.

 

البته، د انسانیت په گډو ارزښتونو پوهیدل زمونږ کار نه ختموی.  یوازی الفاظ او تشی د خولی خبری زمونږ دخلکو اړتیاوی نه لری کوی. دا اړتیاوی به یوازی هغه وخت پوره کیږی چه  مونږ په راتلونکو کلونو کی په جرأت او زړورتیا عمل وکړو او پدی پوه شو چه هغه ستونزی چه د نړی په گوټ گوټ کی خلک ورسره لاس او گریوان دی، زمونږ گډی ستونزی دی او د هغو په لری کولو کی زمونږ ناکامی به مونږ ټول ژوبل کړی.

 

د تازه تجربو نه مونږ پدی پوه شوی یوچه کله چه په یوه هیواد کی مالی سیستمونه کمزوری شی، په هر ځای کی سوکالی ته زیان رسیږی.  کله چه د والگی کومه ناروغی یو انسان باندی ولگیږی، ټولو ته خطر ورپیښیږی.  کله چه یو هیواد د اتومی وسلی د جوړولو لپاره تلاش کوی،  د اتومی حملی خطر ټولو هیوادونو ته پیدا کیږی. کله چه یو تندروه افراطی د یوه غره په اوږدو کی فعالیت کوی، د مخامخ سمندر هیواد خلک په خطر کی لویږی. او کله چه په زرگونو خلک په دارفور او په بوسنیا کی قتل عامیږی، دا زمونږ په گډ ضمیر باندی یو داغ ږدی. (چک چکی)   پدی ٢١می پیړی کی د شراکت معنی همدا ده. دا هماغه مسؤلیت دی چه مونږ ئی د انسانانو په توگه د یو بل په وړاندی لرو.  

 

دا ډیر سخت مسولیت دی چه په غاړه واخسیتل شی.  ځکه، د انسان تاریخ دداسی قصو نه ډک دی چه هیوداونه او قومونه -- او هو، مذهبونه --  د ځان د گټو لپاره بل لاندی کوی.  خو دا نوی دوران دی، پدی کی دغسی روش ناکامی ده.  زمونږ د خپلواکی په نظر کی نیولو سره وایو چه  د نړی هر ډول داسی نظم چه پکی یوهیواد یا یوه ډله خلک په بل باندی ځان لوړ وبولی خامخا ناکامه کیږی. نو د تیرو وختونو په باب چه هررنگه فکر لرو، لرو به ئی، خو باید د هغو فکرونو په بند کی پاتی نه شو. زمونږ ستونزی باید د ملگرتیا له لاری حل شی او زمونږ پرمختگ هم باید شریک شی.

 

 

ددی معنی دا نده چه مونږ باید د تاو تریخوالی منبع هیره کړو.  په واقعیت کی خبره خلاف ددی ده:  مونږ باید مخامخ ورسره مقابله وکړو. په همدی روحیی سره، پریږدی چه پډاگه او په ساده الفاظو کی  د ځینو هغو مشخصه  مسلو په باب وغږیږم چه زما په عقیده  مونږ ئی باید په نهایت کی په گډه مقابله وکړو.

 

لومړنی مسله چه باید ورسره مقابله وکړو، افراطیت دی په هر شکل چه وی.

 

په انقری کی، ما دا په ډاگه کړه چه امریکا د اسلام سره په جنگ کی نده    - او هیڅ کله به نه وی. (چک چکی) مگر مونږ به د تندروه افراطیانو سره چه زمونږ امنیت ته ستر خطر پیښوی مقابله وکړو.  ځکه مونږ هغه څه ردوچه د ټولو مذهبونو پیروان ئی رودی: او هغه د بیگناه نارینه، ښځو او ماشومانو وژل دی. او د جمهور رئیس په توگه دا زما وظیفه ده چه د امریکا د خلکو ساتنه وکړم.

 

په افغانستان کی اوضاع د امریکا دغه اهداف، او گډ کار ته زمونږ اړتیا ښیی.  په اوو کلونو کی متحده ایالاتو د پراخ نړیوال ملاتړ سره القاعده او طالبان پسی اخیستی دی.  مونږ هلته په خپله خوښه نه یو تللی، د مجبوریت نه تللی یو زه پدی خبر یم چه لا هم ځینی خلک شته  چه د سپتمبر د١١ حملی توجه کوی.  خو راځی خبره روښنه کړو:  په هغه ورځ القاعده  قریب ٣٠٠٠ تنه ووژل.  دغه قربانیان د امریکاو د ډیرونوروهیوادونو بیگناه نارینه، ښځی او ماشومان وو، چه هیڅ چا ته ئی تاوان نه وو رسول.  خو القاعده په ډیری بیرحمی ووژل، او د حملی مسؤلیت ئی په غاړه واخیست او حتی اوس هم د خپل دی عزم خبری کوی چه بیا به په لویه پیمانه خلک وژنی.  هغوی په ډیرو هیوادونو کی ملگری لری او د خپل لاس د غزولو او پراخولوهڅه کوی.  دا نظریات ندی چه بحث پری وشی – دا حقایق دی چه چاره ئی باید وشی.

 

مه تیر وځی: مونږ نه غواړو چه خپل پوځونه په افغانستان کی وساتو.  مونږ هلته د پوځی اډو د جوړولو په لټه کی نه یو.  دا امریکا ته د غم او پریشانی خبره ده چه زمونږ ځوان نارینه او ښځی خپل سرونه بایلی.  ددی جنگ دوام په اقتصادی لحاظ گران او په سیاسی لحاظ سخت دی.  مونږ به په ډیری خوشحالی سره خپل ټول عسکر بیرته کور ته راولو که دا باور پیدا کړو چه افغانستان او اوس په پاکستان کی نور داسی تندوروه افراطیان نشته چه عزم ئی کړی وی چه هرڅومره زیات چه کولی شی هغومره ډیر امریکائیان به ووژنی. 

 

همدا وجه ده مونږ د ۴٦ هیوادونو د ائتلاف سره ملگری شوی یو او د ستر قیمت باوجود به د امریا ژمنه کمزوره نه شی،  مونږ یو هم باید دغه افراطیان ونه زغمو.  هغوی په ډیرو هیوادوو کی خلک وژلی دی.  هغوی د مختلفو مذهبونو خلک وژلی دی – او د هر بل چا نه ئی زیات مسلمانان وژلی دی.  د هغوی اعمال دانسانانو د بشری حقونو سره پخلا کیدونکی نه دی، د ملکونو د پرمختگ  او د اسلام سره پخلا کیدونکی نه دی. پاک قرأن وائی، "هر څوک چه یوبیگناه او معصوم انسان وژنی، داسی ده لکه ټول بشریت چه وژنی؛ . ( چک چکی)او پاک قرأن وائی هر څوک چه یو تن ژغوری، داسی ده لکه ټول بشریت ئی چه ژغورلی وی  وی(چک چکی).   د څه باندی یومیلیارد خلکو دا ښکلی دین د یو څو تنو تنگ نظرو د کرکی نه، ډیر لوی دی.  زه پوهیږم چه د تندروه افراطیت سره جگړی کی اسلام د ستونزی برخه نده –  خو  د سولی یوه برخه باید وی.

 

 

مونږ پدی هم پوه یو چه یوازی پوځی قوت هغه ستونزی نه حل کوی چه په افغانستان او پاکستان کی ورسره مخامخ یو.  په همدی دلیل مونږ پلان لرو چه په راتلونکو پنځو کلونو کی په کال کی  یو اعشاریه پنځه میلیارد ډالره پاکستان کی د ښونځیو، روغتونونو، لارو او تجارتونو  په جوړولو ولگوو ، او په سوونو میلیونه ډالره د هغو خلکو سره په مرستو ولگوو چه د خپلو مینو نه بی ځایه شویدی.  او همدا دلیل دی چه مونږ څه باندی دوه اعشاریه اته میلیارد ډالره مرسته د افغانانو سره کوو چه خپل اقتصاد په پښو ودروی او هغو خلکو ته  چه ورته اړ دی خدمات اومرستی ورسوی.

 

پریږدی چه د عراق په مسلی وغږیږم.  دافغانستان په خلاف د عراق جنگ د خپلی خوی جنگ وو چه زما په ملک او په نړی  کی ئی ډیر سخت اختلافات راوپارول.  که څه هم چه زه پدی عقیده یم چه په نهایت کی  د عراق خلکوته بهتره ده چه دصدام حسین د استبداد نه  خلاص شول، خو زه پدی عقیده هم یم چه دعراق مسلی امریکا ته وریاده کړه چه د ستونزو د حل د پاره کله چه ممکن وی، د دپلوماسی نه د کار اخیستو او د نړیوال توافق د ترلاسه کولو لاری غوره کړی. واقعاً، مونږ د خپل یوه  ستر جمهور رئیس، تاماس جفرسن، دا خبره یادولی شو چه ویل ئی :  "زما امید دا دی چه زمونږ عقل به زمونږ د قوت په ډیریدوسره زیات شی او موږ ته به وښیی چه هر څومره چه د خپل زور او قوت نه لږ کار واخلو هماغومره به ستر او غټ پاتی شو." 

 

نن ورځ، امریکا دوه مسؤلیتونه لری:  چه عراق بهتره آینده ولری او عراق عراقیانو ته پریږدو.  ما دعراق خلکو ته په ډاگه کړی ده (چک چکی)، د عرق خلکو ته ما ویلی دی چه مونږ هلته د اډو د جوړولو په خیال کی نه یو، د هغوی خاوری یا د هغوی منابعو ته مو سترگی ندی سری کړی.  د عراق حاکمیت دهغو خپل دی.   همدا وجه ده چه ما امر کړیدی چه زمونږ جنگی لیواگانی دی د راتلونکی آگست د میاشت پوری ووځی.  همدا وجه ده چه مونږ به د عراق د حکومت سره  چه په دیموکراتیک ډول انتخاب شویدی، د خپلو موافقو رعایت وکړو چه خپل جنگی قوتونه به د جولای د میاشتی پوری د عراق د ښارونو نه وباسو اوټول پوځونه به د ٢٠١٢م میلادی کاله پوری د عراق نه وباسو.( چک چکی)  مونږ به د عراق سره مرسته وکړو چه خپلی امنیتی قواوی وروزی او خپل اقتصاد ته وده ورکړی.  مگر مونږ به د یوه شریک په ډول د یوه امن او واحد عراق ملاتړ وکړو نه د یوه حامی په توگه.

 

    او په نهایت کی، هماغسی چه امریکا نه شی کولی چه د افراطی ډلو زیاتی وزغمی، مونږ باید، د خپلو اصولو هم وانه وړو.  د سپتمبر ١١ زموږ هیواد ته یوه ستره غمجنه ورځ وه. هغه ویره او غصه چه د هغی ورځی پیښو راپاروله د پوهی وړ ده، مگر په ځینو مواردو کی ددی سبب شوه چه خپل اصول او ارزښتونه د پښو لاندی کړو.  مونږ قاطع اقدامات کوو چه لاره بدله کړو. ما په قاطع او نه بدلیونکی ډول د امریکا له خوا د شکنجی استعمال منع کړیدی، او ما حکم ورکړی چه د گوانتانامو زندان د بل کال د شروع پوری وتړل شی.

 (چک چکی)

 

نوامریکا به د ځان دفاع کوی، د نورو هیوادونو د حاکمیت او د قانون د حاکمیت درناوی کوی.  او مونږ به دا کار د اسلامی ټولنو سره چه د گواښ لاندی دی، په شراکت کی کوو – ځکه هرڅومره زر چه افراطیان په اسلامی ټولنو کی منزوی او وترټل شی، هماغومره زر به مونږ په امن کی شو.

 

د تاوتریخوالی دویمه لویه منبع چه پری غږیږو د اسرائیلیانو او فلسطینیانو او د عربی نړی ترمینځ حالت دی.

 

د اسرائیلو سره د امریکا ټینگو اړیکو باندی ټول خبر دی.  دا اړیکی نه شلیدونکی دی.  دا په ټولو ثقافتی، او تاریخی اړیکو باندی بنا دی، او پدی حقیقت څوک سترگی نه شی پټولی چه د یهودانو لپاره د ټاټوبی ارمان ددی غمجن تاریخ ریښی جوړوی.

 

د نړی په گوټ گوټ کی د یهودو خلک په پیړیو پیړیو کړول شوی او د یهودیت خلاف احساسات په المان کی یهودانو په بی ساری قتل عام یا هالوکاست کی نغښتی دی.  سبا زه بوخنوالډ ته ځم چه دهغو کمپونو لړی پکی وه چه یهودان به پکی بندیانیدل، شکنجه کیدل، وژل کیدل اود گاز په ذریعه به  د مرگ کندی ته غورځول کیدل، د دریم رایش له خوا.  شپږ میلیون تنه یهودان ووژل شول –  چه د اوسنی اسرائیل د ټول نفوس نه زیات دی.  ددی حیقیت نه انکار بی ځایه خبره ده، غفلت دی او کرکه ده.  اسرائیلو ته د تباهی گواښ کول – چه د یهودانو په باب د غلطومعلوماتو اساس دی – بیخی غلطه ده  او فقط د یهودانو په ماغزو کی د هغو غمجنو او دردونکو خاطرو یاد تازه کوی، او د هغی سولی مخه نیسی چه ددی سیمی خلک ئی مستحق دی.

 

   له بلی خوا، داهم دانکار نه کول وړ خبره ده چه  د فلسطین خلک – مسلمانان او عیسویان – هم د خپل ټاټوبی د ترلاسه کولو په سر ډیر کړیدلی او ربړیدلی دی.  د څه باندی ٦٠ کلونو راهیسی دوی د بی کوره کیدو ربړ گاللی دی. ډیرد لویدیزی غاړی او غزی او نورونو گاونډیو سیمو د مهاجرو په کمپونو کی د یوه سوله ایز ژوند اوامنیت په تمه شپی سبا کوی چه هیڅکله ورپه برخه شوی ندی.  هغوی هره ورځ په ستره او وړه پیمانه  ملنډی او شرم – چه د اشغال سره مل وی گالی.  نو پدی کی دی هیڅ شک نه وی چه:  د فلسطین د خلکو حالت د زغم وړ ندی.  امریکا به د کرامت، فرصت او خپل هیواد د لرلو په باب د فلسطین د خلکو برحقه ارمان ته  شا وانه ړوی. (چک چکی)

 

په لس گونو کلونه یو رکود یا بندښت راغلی:  دوه ولسونه چه برحقه ارمانونه لری، هر یو د درد نه ډک تاریخ لری چه روغه ورته سختوی. یو بل ته د ملامتی گوته نیول آسانه ده – فلسطینان وائی اسرائیلیانومهاجر کړیدی، او اسرائیلیان وائی په مداوم خصومت کی اوسیږی او د ملک د سرحدونو د منیځ نه پری پدی ټول تاریخ کی حملی کیږی.  مگر که چیری مونږ دی شخړی ته د یوی خوا یا بلی خوا له نظره وگورو، بیا به د حقیقت پوهیدو کی ړانده شو: د حل یوازینی لاره دا ده چه د دواړو ولسونوارمانونه د دوه دولتونو د جوړیدو له لاری تر لاسه شی چه اسرائیلیان او فلسطینیان هر یو په سولی او امنیت کی ژوند وکړی.

 

دا هم د اسرائیلو په گټه ده هم د فلسطینیانو په گټه اوهم د امریکا په گټه ده.  همدا وجه ده چه زه شخصاً دا لاره تعقیبوم په ډیری حوصلی سره چه لازمه ده.  هغه مکلفیتونه چه جوانبو د حل د لاری نقشی کی منلی دی، ډیر څرگند دی. ددی دپاره چه سوله راشی، اوس ددی وخت راغلی دی چه دوی – او مونږ ټول – خپل مسؤلیتونه ومنو او پری ودریږو.

 

فسطینان باید د زور زیاتی او تشدد نه لاس واخلی.  د تشدد او قتلوو له لاری مقاومت غلط دی او نه کامیابیږی.  په پیړیو په امریکا کی تورپوسته خلک د غلامی د لښتو لاندی اود بیلتون او انزوا د ظلم او شرم نه ډیر وکړیدل.  مگر دا تشدد نه وو چه په نهایت کی هغوی پری مکمل او مساوی حقوق تر لاسه کړل. دا د هغو ارزښتو په بنا یو سوله ایز او کلک مقاومت ووچه امریکا پری ولاړه وه.  دا داستان د جنوبی افریقا خلک د جنوبی آسیا خلکو ته بیانولی شی؛ د ختیزی اروپا نه تر اندونیزیا پوری.  دا داستان یو ساده حقیقت لری: چه د زیاتی او تشدد لاره بنده ده.  دا نه د زړورتیا علامه ده او نه د قوت چه ویده اسرائیلیان په راکټ وویشتل شی، یا یوه بوډی ښځه په بس موټر کی په بمونو والوځول شی. د اخلاقی اوچتوالی او صلاحیت معیار لدی لاری نه تر لاسه کیدای نه شی؛ دا د دی معیار د لاسه ورکولو او ناکامی معنی لری.

 

اوس دا موقع راغلی چه فلسطینان دیته پام واړوی چه څه ودانولی شی.  د فلسطین خپلواکه اداره باید حکومت کولو کی خپل ظرفیت اوچت کړی، د داسی موسساتو د جوړولو له لاری چه د خپلو خلکو اړتیاوی پری پوره کړی.  حماس د ځینو فلسطینانو تر مینځ ملاتړ نلری، خو دوی هم مسؤلیتونه لری. او د فلسطینیانو دارمانونو د پوره کولو او د فلسطین د خلکو د متحدولو لپاره، حماس باید تشدد ختم کړی ، پخوانی موافقی او د اسرائیلو د موجودیت حق ومنی.

 

په عین حال کی، اسرائیلیان باید دا ومنی چه هماغسی چه د  اسرائیلو د موجودیت د حق نه انکار نه شی کیدای، د فلسطینانو د حق نه هم انکار نه شی کیدای.  متحده ایالات د اسرائیلو د آبادیو د جوړولود دوام مشروعیت نه منی.  (چک چکی) دغه آبادی د پخوانیو موافقو نه سرغړونه ده او د سولی د تر لاسه کولو هلی ځلی تاوانی کوی. اوس ددی وخت راغلی دی چه دغه آبادی بندی شی.

 

اسرائیل باید خپل دا مکلفیتونه هم ومنی چه دا ډاډ حاصل کړی چه فلسطینیان ژوند،  اوکار وکړی او خپلی ټولنی ته انکشاف ورکړی.  دغزی بحران عینناً هماغسی چه فلسطینی کورنی تباه کوی، د اسرائیلو امنیت ته هم گټه نه رسوی، او په لویدیزی غاړی کی د فرصتونو نشتوالی همدا کار کوی.  د فلسطینایانو په ورځنی ژوند کی ترقی باید سولی او د حل  د لاری یوه برخه وی.               

 

بالاخره، عربی هیوداونه باید دا ومنی چه د عربو د سولی ابتکارونه یوه مهم پیلامه وه، خو د هغوی د مسولیتونو پای ندی. د عربو او اسرائیلو شخړی نه  باید نورددی دپاره کار وانه خیستل شی چه  د نوروستونزو نه  دعربی هیوداونو د خلکو پام په بله واړول شی.  بر خلاف دا باید د فلسطین د خلکو سره پدی کی د مرستی لپاره وکارول شی چه داسی موسسات جوړ کړی چه د هغوی دولت پری ودریږی؛ د اسرائیلو مشروعیت په رسمیت ومنی؛ او په تیرووختونو باندی د اتکا کولو په ځای چه ناکامی راولی د پرمختگ لاره ونیسی.

 

امریکا به  خپلی پالیسی د هغو سره یو کړی چه سوله لټوی او په عامه هغه څه وائی چه په خصوصی خبرو کی ئی  اسرائیلیانو او فلسطینایانو ته اوعربانو ته وائی. (چک چکی) مونږ سوله تحمیلولی نه شو. خو  په خصوصی ډول اکثر مسلمانان دا منی چه اسرائیلی له مینځه نه شی تللی او اکثر اسرائیلیان هم دا هم منی چه د فلسطینانیانو د دولت جوړول ضروری دی. اوس ددی وخت راغلی چه  پداسی شی عمل وشی چه ټول ئی د یوه واقعیت په توگه منی.

 

ډیری اوښکی توی شویدی. ډیره وینه توی شویده.  مونږ ټول دا مسولیت لرو چه د هغی ورځی لپاره کار وکړو چه د اسرائیلیانو او فلسطینایانو میندی د خپلو اولادونو لوئیدل بی له ویری نه ووینی، چه د دریو سترو دینونو مقدسه خاوره،  د سولی داسی سیمه وگرځی چه خدای غوښتل، چه بیت المقدس یو امن او د یهودانو عیسویانواومسلمانانو دایمی کور وگرځی او داسی ځای وی چه د ابراهیم اولاده پکی په سولی سره په گډه د ایسرا، (چک چکی ) د ایسرا داستان ووایی چه موسی (ع)، عیسی(ع) او محمد (ص) په گډه لمونځ کاوه.

 (چک چکی)

 

د تاوتریخوالی دریمه منبع د اتومی مسلو په برخه کی د هیوادونو په حق او مسولیت کی زمونږ گډی منافع دی.

 

دا مسله د امریکا او ایران د اسلامی جهوریت تر مینځ د تازه تاو تریخوالی منبع ده.  ډیرو کلونو کی ایران، زما د ملک سره خپل مخالفت څرگند کړی دی، او واقعاً زمونږ تر مینځ د تاو تریخوالی نه ډک تاریخ موجود دی. د سړی جگړی په مینځ کی متحده ایالاتو د ایران د یوه دیموکراتیکی لارینه انتخاب شوی حکومت په راپرزولو کی رول ولوباوه.  د اسلامی انقلاب نه راپدیخوا، ایران د یرغمل نیولو او د امریکائی پوځونو او ملکیانو په خلاف د تشدد نه ډکو اعمالو کی رول لرلی دی.  دی تاریخ باندی ټول خبر دی. ددی په ځای چه په تیر تاریخ کی بند پاتی شو، ما د ایران مشرانو ته دا جوته کړه چه زما هیواد دیته تیار دی چه په مخه لاړ شی. اوس سوال دا ند ی چه ایران د څه شی مخالف دی بلکه دا دی چه ایران څرنگه آینده ځانته غواړی.

 

پدی پوهیږم چه دا به مشکله وی چه د لسیزو بی اعتمادی یو دم له مینځه لاړه شی، مگر مونږ باید په زړورتیا، صداقت، او عزم سره په مخه لاړ شو.  ډیری داسی مسلی دی چه دواړه هیوادونه به پری وغږیږی، او مونږ تیار یو چه بی د کوم قید او شرط نه د متقابل احترام په بنا  په مخه لاړ شو. خو دا ټولو هغو ته چه د اتومی وسلو نه اندیښمن دی څرگنده ده چه مونږ یوی قاطع مرحلی ته رسیدلی یو. دا یوازی د امریکا د منافعو خبره نده، بلکه په منځنی ختیز کی د اتومی وسلی د مسابقی د مخنیوی خبره ده  چه کیدای شی دا سیمه په خطرناکی لاری باندی برابره کړی.

 

زه د ځینو پدی اعتراض پوهیږم چه وائی ولی ځینی هیوداونه  وسله لری او ځینی ئی نلری.  هیڅ واحد هیوادو باید دا حق ونلری چه ووائی دا هیواد باید وسله ولری او دا ئی ونلری. همدا وجه ده چه زه د امریکا دا ژمنه په کلکه تائیدوم چه داسی نړی باید مینځ ته راشی چه هیڅ یو هیواد اتومی وسله ونلری. (چک چکی ) او هر هیواد – د ایران په گډون – دا حق ولری چه د سوله ایزه مقصدونولپاره اتومی قوت ولری او البته چه د اتومی وسلی د نه خپریدو د تړون په چوکاټ کی خپلومسولیتونو په پوهیدو سره.  دا ژمنه د تړون بنیاد دی او باید ټول د هغه رعایت وکړی. او زه امیدواره یم چه د سیمی ټول هیوادونه به  د غه هدف کی شریک شی.

 

څلورمه مسله چه زه غواړم پری وغږیږم ډیموکراسی ده. (چک چکی)

 

 زه پوهیږم چه پدی تازه کلونو کی د ډیموکراسی د ترقی او خپرولو په باب جنجال راغلی دی،او ددی جنجال غټه برخه د عراق په جنگ پوری تړلی ده.  نو غواړم پډاگه کړم چه :  هیڅ ملک به په بل ملک باندی هیڅ رنگه حکومتی سیستم نه ورتپی.

 

خو، دا خبره دا ژمنه نه کمزوری کوی چه حکومتونه باید دخلکو د ارادی ممثل وی. هر هیواد په خپل ذات کی دی اصل ته ژوند بخښی چه د خپلو خلکو په عنعنی کی ئی نغښتی دی.  امریکا نه غواړی داسی وگڼی چه گویا پدی پوهیږی چه  د هر چا خیر په څه شی کی دی، په همدی توگه مونږ نه غواړو چه د سوله ایزه انتخاباتو نتیجه وټاکو.  خو زه دا پخه عقیده لرم چه ټول خلک ځینی شیان غواړی: لکه د خپل فکر د اظهار حق چه څنگه باید حکومت پری وشی؛ د قانون حاکمیت باندی او د عدالت په مساوی تطبیق باندی باور؛ داسی حکومت چه شفاف وی او د خپلک خلکو نه غلا ونکړی؛ او خلک آزاد ژوند ولری هغسی چه غواړی. دا یوازی د امریکا نظریات او اصول ندی، دا بشری حقونه دی او همدا وجه ده چه مونږ به په هر ځای کی ددی ملاتړ وکړو. (چک چکی)

 

ددی وعدی د په ځای کولو لپاره کومه واحده او مستقیمه لاره نشته.  مگر دا څرگنده ده چه:  هغه حکومتونه چه ددغو حقوقو حفاظت کوی په نهایت کی به ډیر ثابت، کامیاب اوامن وی.  د نظریاتو ځپل هیڅ کله د هغو د له مینځ تلو سبب نه کیږی.  امریکا د ټولو هغوسوله ایزه او قانون خوښونکو غږونو د حق درناوی کوی چه په نړی کی اوریدل کیږی حتی که ورسره مخالف هم وی.  او مونږ به د ټولو منتخبه سوله ایزه حکومتونو هرکلی وکړو پدی شرط چه خپل ټولو خلکو ته د درناوی له لاری حکومت وکړی.      

 

 

دا وروستی ټکی مهم دی ځکه داسی خلک شته چه  د ډیموکراسی تبلیغ کوی خو هغه وخت چه خپله په قدرت کی نه وی؛ او چه قدرت ته راشی، د نورو د حقوقو په ځپلو کی ډیر ظالمه شی.  (چک چکی) دا مهمه نده چه په کوم ځای کی وی خو هغه حکومتونه چه د خلکو له خوا د خلکو لپاره راځی، ټولو هغو ته چه قدرت ته رسیږی یومعیار ټاکی او هغه دا چه: تاسی باید د مشوری له لاری قدرت وساتی، نه د زور او ارعاب له لاری؛ باید د اقلیتونو د حقوقو درناوی وشی اود زغم او روغی په روحیی سره گډون وکړی؛ د خلکو منافع او د سیاسی جریان مشروعیت د خپلو حزبی منافعو نه لوړی وگڼی. که دغه ټکی پکی نه وی یوازی انتخابات ریښتینی ډیموکراسی نه راولی.

 

اوریدونکی: باراک اوباما مونږ باید گران یی!

 

جمهور رئیس اوباما:  مننه.  (چک چکی)

 

پنځمه مسله چه باید پری وغږیږو د مذبی آزادی موضوع ده.

 

اسلام د زغم د ویاړه ډکه عنعنه لری. مونږ د انکویزیشن یا د مذهبی عقاید، د تفتیش په دوران کی مونږ د اندالوشا او کوردوبا تاریخ لیدلی.  ما د یوه ماشوم په توگه په اندونیزیا کی ولیدل، هلته پخو عیسویانو په آزادی سره پداسی هیواد کی چه مسلمانان پکی په اکثریت کی وو خپل دین لمانځه. نن ورځ مونږ همداسی روحیی ته اړتیا لرو. په هر هیواد کی خلک باید آزاد وی چه خپل دین د خپل فکر، زړه او روح په حساب وپالی.  زغم د مذهب د ترقی لپاره مهم دی خو په ډیرو مختلفو لارو نه مشکلات هم ورپیښ دی.

 

په ځینو مسلمانانو کی یو ځورونکی تمایل شته چه د خپل مذهب اندازه د بل د مذهب په ردولو کی سنجوی.  د مذهبونو د تنوع غنا باید وساتل شی – که په لبنان کی مارونایت دی یا که په مصر کی کاپت دی.  (چک چکی) او که موږ ریښتیا وایو نو مسلمانانو کی هم د ښه او بد مسله باید ختمه شی، لکه د سنی یا شیعه تر مینځ تفرقه  چه د غمجنو پیښو سبب گرځی په تیره په عراق کی.

 

دمذهب آزادی د خلکو د دی توان بنیاد دی چه په گډو سره ژوند وکړی.  مونږ باید تل هغه لاری چاری وڅیړو چه مونږ ساتلی دی.  د مثال په ډول، په متحده ایالاتو کی د خیرات ورکولو قواعدو مسلمانانو ته دا مشکله کړی ده چه خپل مذهبی مکلفیتونه پوره کړی.  همدا وجه ده چه زه  د امریکائی مسلمانانو سره کا رکوم چه هغوی د خپل ذکات چاری پوره کړای شی.

 

په همدی توگه، لویدیزه هیوداونو ته دا مهمه ده چه مسلمان اتباع د دینه منع کړی چه څنگه چه غواړی هغسی مذهبی چارو د تر سره کولو نه منع کړی، لکه په زور کومی مسلمانی ښځی باندی د خاصو جامو اغوستل.  خو مونږ نه شو کولی او حق  نلرو چه د کوم مذهب سره خپله دښمنی د آزادی په پلمه څرگنده کړو.

 

په حقیقت کی مذهب او عقیده باید مونږ سره نزدی کړی.  همدا وجه ده چه مونږ په امریکا کی د عبادت خدمتی پروژی لرو چه عیسویان، مسلمانان او یهودان یو ځای زاغونډوی.  همدا وجه ده چه مونږ د ملک عبدالله په شان د مذهبونو تر مینځ د خبرو اترو یا د ترکیی د مشرانو ددی هلو ځلو هر کلی کوو چه د تمدنونو د ائتلاف لپاره ئی کوی.  په نړی کی مونږ کولی شوچه د مذهبونو تر مینځ خبر اتری تشویق کړو، تر څو د خلکو تر مینځ یووالی راشی که دا په افریقا کی د ملاریا سره د مبارزی چاری او یا که د کوم طبیعی آپت نه وروسته د مرستی او ژغورنی چاری وی.

 

شپږمه مسله چه زه غواړم پری وغږیږم د ښځو د حقوقو موضوع ده.( چک چکی)

 

زه پوهیږم، د اوریدونک، نه ښکاری چه  چه پدی مسلی باندی سالم بحث روان دی. زه په لویدیز کی د ځینو خلکو دا نظر ردوم چه وائی گنی هغه ښځه چه غواړی خپل ویښته او سر پټ کړی د نورو ښځو نه کمه ده، خو پدی عقیده هم یم چه یوی ښځه چه د تعلیم نه منع کیږی، د مساوات نه هم منع کیږی.  او دا کومه تصادفی خبره نده چه هغه هیوادونه چه ښځی پکی ښه تعلیم لری د ترقی امکانات پکی ډیر وی.

 

او پریږدی چه پډاگه ووایم چه : د ښځو د مساوات مسلی په هیڅ ډول یوازی د اسلام مسله نده.  په ترکیی کی، پاکستان، بنگله دیش اواندونیزیا کی چه مسلمانان پکی اکثریت لری مونږ ښځی لیډرانی لیدلی دی. په عین حال کی په ډیرو برخو کی د مساوات لپاره د ښځو مبارزه په امریکا او د نړی په نورو هیوداونوکی لا هم روانه ده.

 

او زه متیقن یم  چه زمونږ لوڼی ټولنی ته هماغس کار کوی لکه زامن مو چه کوی.

  (چک چکی)  زمونږ گډه ترقی او سوکالی پدی کی ده چه ټولوانسانانو ته د پرمختگ حق ورکړو – ښځی،نارینه چه خپل استعدادونه بشپړ کړی.  زه پدی عقیده نه یم چه ښځی ددی دپاره چه د نارینه سره ځانونه برابر کړی بایدعین هماغه کارونه وکړی چه هغوی ئی کوی،او زه د هغو ښځو ډیر درناوی کوم چه په ژوند کی ئی د عنعنوی رول لرلو لاره ټاکلی ده. خو دا باید د هغوی خپله خوښه وی.  او همدا وجه ده چه متحده ایالات به د هر هغه اسلامی هیواد سره ملگرتیا وکړی چه د جینکو د سواد د پاره کار کوی او د ځوانو ښځو سره به مرسته وکړی چه د وړو پورونو د اخیستو له لاری خپل ارمانونه پوره کړی.

  (چک چکی)    

 

 

او په پای کی زه غواړم چه د اقتصادی انکشاف او فرصتونو په باره کی وغږیږم.

 

زه پوهیږم چه ډیرو ته د نړی د مزو د لنډیدو مسله متضاده ښکاری.  انترنیت اوتلویزیون معلومات او پوهه  خو په عین حال کی جنسی تمایلات او بی مفهومه تشدد هم راولی.  تجارت نوی شتمنی او فرصتونه راوړی شی، مگر ستره بی نظمی او د ټولنو بدلون هم راولی.  په ټولوهیوادونوکی ، زما د هیواد په گډون، دا بدلون ویره راوستی شی.  ویره چه د عصریت له امله پیښیږی، او دا چه مونږ به په خپلو اقتصادی، سیاسی، او د ټولو نه مهم خپل هویت یا شناخت باندی کنترول د لاسه ورکړو، هغو شیانو باندی چه زمونږ ډیر خوښ دی، لکه ټولنو، کورنیو، عنعنو او مذهب باندی.

 

خو پدی هم پوهیږم چه د بشری پرمختگ نه سترگی نشی پټیدلی. د پرمختگ او د عنعنی تر مینځ تضاد باید نه وی. د جاپان، او جنوبی کوریا په شان هیوادونو خپل اقتصاد ډیر وړاندی بیولی خو خپل خاص ثقافت ئی هم ساتلی دی.  همداسی هم د اسلام په برخه کی بیشانه ډیر پرمختگ د کولالامپور نه نیولی تر دوبی پوری لیدل کیږی په لرغونو زمانو کی او هم اوس زمونږ په دی زمانی کی اسلامی ټولنی د بدعت او تعلیم په مخکنی کرښی روانی وی.

 

دامهمه ده ځکه چه د پرمختگ هیڅ ستراتیژی یوازی په هغه شی نه شی دریدلی چه د ځمکی نه راوځی، او پداسی حال کی هم ترلاسه کیدای نه شی چه ځوانان کار ونلری.  د خلیج د سیمی ډیر هیوادونه د تیلو له برکته پور او مامور دی،  او ځینی اوس نورو پرمختگونو ته پام اړوی.  خو مونږ ټول باید د ٢١ می پیړی تعلیم او ابداعاتو سره ځانونه برابر کړو.

 (چک چکی) او په ډیرو اسلامی هیوادونو کی پدی چارو کی پانگه نده اچول شوی.   زه په خپل هیواد کی پدغسی پانگی اچونی تأکید کوم . او پداسی حال کی چه امریکا  په تیرو وختونو کی  د نړی ددی سیمی په تیلو او گاز باندی ډیره تکیه کوله اوس به نورو پراخو مسلو باندی هم کار پیل کوو.

 

د تعلیم په برخه کی، مونږ به تبادلوی پروگرامونه ډیر کړو. سکالرشپونه به ډیر کړو، لکه هغه چه زما پلار ئی امریکا ته راوستی و.  (چک چکی)  په عین حال کی به مونږ ډیر امریکائیان  وهڅوو چه په اسلامی هیوادونو کی سبق ووایی.  او مونږ به مسلمان زده کونکو ته موقع ورکړو چه امریکا کی زده کړه وکړی، او د انترنیت له لاری به دنړی  ښونکو  او ماشومانو ته  د زده کړی امکانات برابر کړو. او یوه نوی انترنیتی شبکه به جوړه کړو، چه په کنزاس کی یو تکی ځوان وکړای شی چه فوراً په قاهری د یوه تنکی ځوان سره تماس ټینگ او خبری وکړی.

 

په اقتصادی انکشاف کی به مونږ د تجارتی رضاکارانو یوه نوی ډله جوړه کړو چه اسلامی هیوادونو کی به سیالان ولری. زه به سږکال د تجارانو یوه عالی غونډه جوړه کړم چه په امریکا او د نړی په اسلامی هیوادونو کی  د تجارتی مشرانو، بنیادونو او ټولنو تر مینځ علایق ژور شی.

 

د ساینس اوتکنالوجی په ډگر کی به نوی بودجه وټاکو چه  په اسلامی هیوادونو کی د تکنالوجی د پرمختیا سره مرسته وشی او د بازار د پراخیتا لپاره نظریات تبادله شی چه کارونه ډیر پیدا شی.  مونږ به په افریقا، مینځنی ختیز او جنوب ختیزی آسیا کی د ساینس د ترقی مرکزونه پرانیزو، او د ساینس په ډگر کی به نوی استازی به وټاکو چه د انرژی نوی منابع، د پاکو محيطی کارونوو د ثبتولو او د پاکو اوبو او د نوو غلو دانو د پیداکولو چاری  وڅیړی.  او نن زه د اسلامی هیوداونود کنفرانس د ټولنی سره په گډه د پولیو د ناروغی د له مینځه وړلو لپاره  د یوی نوی نړیوالی هڅی اعلان کوم .  او مونږ به د اسلامی ټولنو سره د ماشوم او مور د روغتیا د ښه کیدو په چارو کی شراکت زیات او پراخ کړو.

 

دا ټول شیان بایدپه ملگرتیا کی وشی.  امریکائیان دیته تیار دی چه د خلکو او حکومتونو سره، د ټولنیزه سازمانونو سره، د مذهبی مشرانو سره او د تجارتی مشرانو  او د نړی په گوټ گوټ کی د اسلامی ټولنو سره په گډه او شراکت کار وکړی چه د خلکو ژوند ښه شی.

 

دامسلی چه ما بیان کړی، حل ئی آسانه ندی.خو مونږ دا مسولیت لرو چه په گډه د نړی په نمایندگی – داسی نړی چه افراطیت پکی نور د خلکوژوند تهدید نکړی، امریکائی عسکر بیرته خپل وطن ته ستانه شی، داسی نړی چه اسرائیلیان او فلسطینیان پکی په خپلو هیودانو کی په امن کی ژوند وکړی، اتومی انرژی د سوله ایزه مقصدونو دپاره وکارول شی، او حکومتونه  دخپلو خلکو خدمت وکړی، او د خدای د ټولو مخلوقاتو حقوق پکی خوندی وی.  دا گډی گټی او منافع دی. دا هغه نړی ده چه مونږ ئی په تلاش کی یو، اویوازی او یوازی  په گډه ئی تر لاسه کولی شو.

     

زه پوهیږم چه ډیر نور – مسلمانان او غیرمسلمانان – دا شک لری چه آیا مونږ به ددی نوی پیل د پاره سره یو ځای شو او کنه.  ځینی پدی کی دی چه د بی اتفاقی اور ته لمن ووهی او د پرمختگ لاره بنده کړی. ځینی وائی چه دا کار په دومره منډو رامنډو نه ارزی اویا دا چه  تقدیر داسی غواړی چه مونږ  روغه ونکړو او د تمدنونو جنگ خامخا راځی.  ډیر نور فقط پدی کی شک لری چه گنی ریښتیانی بدلون راتلای شی. ویره ډیره ده. بی باوری ډیره ده چه د کلونو نه راپاتی ده  زه غواړم په تیره بیا د هر مذهب ځوانانو ته هر ملک کی چه وی ووایم چه تاسی د هر چا نه زیات دا توان او قوت لری چه دا نړی واړوی او له سره ئی جوړه کړی. 

 

مونږ ټول پدی نړی کی د ډیر کم وخت لپاره شریک یو. سوال داد ی چه آیا داوخت د یو بل په له لری کولو او بیلولو تیر کړو. او که یوی هڅی ته ملا وتړو – دوامداره هڅی ته – چه گډی او شریکی لاری پیدا کړو چه د خپلو اولادونو آینده ته پام واړوو او د ټولو انسانانو کرامی او بشری حقوقو ته.

 

د جنگ پیل کول نسبت د هغو ختمولو ته آسانه دی.  په نورو باندی ملامتی اچول نسبت دیته چه ځانته گوته ونیول شی، آسانه ده. په خلکو کی د فرق لیدل نسبت دیته آسانه ده چه گډ علایق پیدا کړی، خو مونږ باید سمه لاره غوره کړی نه دا چه  آسانه لاره .  یوه قاعده شته چه د ټولو مذهبونو په بنیاد کی ده او هغه دا ده چه څه چه دی په ځان لوریږی په بل دی هم ولوریږی. (چک چکی) دا حقیقت د هیوادونو نه او د ولسونو نه لوی دی، دا کومه نوی عقیده هم نده، دا د تور او سپین یا بل رنگ خبره نده، دا د عیسویانو، یا مسلمانانو او یهودانو خبره نده.  دا یوه عقیده ده چه د تمدن په ځانگو کی راغلی او تر ننه د میلیاردو انسانانو په زړونو کی ځای لری. دا په نورو باندی باور کول او هغه ټکی دی چه زه ئی نن دلته راوستی یم.

 

مونږ دا قوت لرو چه نړی هغسی جوړه کړو چه موږ ئی غواړو، خو پدی شرط چه دا جرأت هم ولرو چه نوی لاره پیل کړو او په یاد ولرو چه تقدیر دا غواړی.

 

پاک قرأن مونږ ته وائی:  "ای انسانانو، مونږ تاسی کی نر او ښځی پیدا کړی دی، او مونږ تاسی نه ولسونه او قومونه جوړ  کړیدی چه تاسی یو بل وپیژنی. "

 

تورات راته وائی:  " د تورات ټول هدف د سولی ترقی ده."

 

او انجیل شریف وائی: "سوله راوستونکی خدای بخښلی دی او باید د خدای زامن وبلل شی." (چک چکی)

 

د نړی خلک کولی شی چه په گډه او په سوله کی ژوند وکړی.  مونږ پوهیږو چه خدای هم دا غواړی. اوس به دا په ځمکه کی زمونږ کار وی.  مننه.  او  د خدای رحم و کرم دی په تاسو وی. ډیره ډیره مننه. مننه.  (چک چکی)

 

د ماسپښین ٢:٠٥ (محلی)                            پای                                               

پايان متن

با پيوندهای روبرو نشانه بگذاريد:     اين چيست؟